د ختیځ ادبي بهیر د ۱۹ مې اونیزې ناستې راپور
ایمل مړوند ایمل مړوند

ختیځ ادبي بهیر خپله ۱۹ مه اونیزه غونډه د ۱۳۹۱ کال د ليندۍ پر ۳ یمه نېټه د جلال اباد ښار د ميديوتیک په انګړ کې ترسره کړه.

 

غونډه د محمود خزان لخوا د قران پاک د څو مبارکو ایاتو پرتلاوت پيل شوه او د ویندویۍ چارې يې عرفان الله بیدار مخکې وړلې.

 

په پیل کې بهیروالو د قاري عبدالله سهار د خواښې او ډاکټر عظم عظم د مړینې له امله  د هغوی ارواحو ته د دوعا لاسونه لپه کړل .

 

دا اونۍ د غونډې مشرې قاري عبدالله سهار کوله، مېلمه يې خیبر احمد روښان و او د کوربه په توګه ورسره محمود خزان کېناستو.

 

 د تېرې غونډې د ګزارش لوستلو لپاره ایمل مړوند دریځ ته وبلل شو او برخوال يې د تېرې ناستې له حاله خبر کړل.

 

پر ګزارش د خبرو پیل عبدالله سهار وکړ او د مړوند د ګزارش لیکنې ستاینه يې وکړه.نوموړي زیاته کړه چې بهیر د ګزارش په برخه کې ډېر ښه روان دي.سهار ټينګار وکړ چې په غونډه کې دې د کرکتنې پرمهال ډېر پام وشي او سالمې کرکتنې ته دې وخت ورکړل شي.

 

نقیب احمد اتل هم د سهار سره همعږی و، نوموړي په ټوله کې ګزارش خوښ کړ او او په سالمه کرکتنه يې ټینګار کولو.

 

شکرالله قلندري په ګزارش کې د بهیروالو د نومونو د نه لیکلو خبره یاده کړه. نوموړي په ګزارش کې د ګډون کونکو نومونه لیکل ضروري وبلل او دا يې د ځوانانو د تشویق لپاره یو ښه ګام یاد کړ.

 

د قلندري سربېره نورو ګڼو بهیروالو هم په ګزارش کې د برخوالو د نومونو پر لیکلو ټینګار کولو.

 

ګزارش ملګرو خوښ کړ او د توکو د ارزونې په لړ کې د ژمنې سره سم صاحب الله عابد خپله لنډه کیسه د پېریانۍ تر سرلیک لاندې کرکتنې ته وړاندې کړه.

 

د نقد پیل پرې انعام الحق احسان وکړ وې ویل: د لیکنې په یوځای کې راعلي: (ځه ورکه شه په تاکې پیریان دي) نوموړي په باور که ددې پرځای داسې ولیکل شي،  چې ( ځه ورکه شه تاسره پیریان دی) ښه به راشي.

 

ځینو نورو ملګرو هم د احسان سره همغږي وښودله او په ( تاکې يې) د ( تاسره) کلیمه سمه وبلله.

 

همت  مل په ټوله کې کیسه خوښه کړه، خو ځینې پروفي تېروتنو ته يې ګوته ونیوله .

 

ځینې نورو بهیروالو هم په لیکنه کې لیکنیو تېروتنو ته ګوته نیوله چې پام ورته نه دی شوی.

 

د انجینر زیارمل سوکال بیا د لیکنې په کیسه ایز اړخ خبرې وکړې، په خبره يې د پیغام له مخې ډېر ښه ده، خو د کیسې توکې پکې نشته دی.

 

 بازمحمد عابد بیا د لیکنې د پیغام په اړه وګړیدو، نوموړي وویل: په لیکنه کې ټولنې ته ډېر لوړ پیغام وړاندې شوې دی د عابد په وینا عابد کمال کړی او لیکنه يې داسې کړې، چې موږ ټول يې خپل ماشوتوب ته یوړو. عابد د عابد لیکنه خوښه کړه. زیاته  يې کړه کیسه نه ده، خو ډېر لوړ او قوی نثر يې لیکلی، چې له ځان سره لوړ پیغام لېږدوي.

 

عابدوړاندې وویل: صاحب الله عابد کولی شول، چې په ډېره لږه خوارۍ يې له همدې لیکنې یوه ښه کیسه جوړه کړې وه، خو په وینا تر کیسې همداسې ښه لیکل شوې او ټولنې ته ډېر څه ورکولی شي.

 

نقیب احمد اتل هم د باز عابد سره په یوه خوله و او لیکنه يې یوه ښه نثري ټوته یاده کړه. نوموړي په لیکنه کې ځينې املايې او لیکنیو تېروتنو ته ګوته نیوله او تينګار يې کولو، چې نوي او ځوان لیکوال باید په لیکنۍ برخه کې ډېره زیاته توجه وکړي او دې برخې ته ډېر پام وکړي.

 

اتل د لیکنۍ نښې د یوې سمې لیکنې لپاره ډېرې اړینې وبللې او ورته په پام کولو يې ټينګار وکړ.

 

شکرالله قلندرې په لیکنه کې یو جملې ته په اشارې وویل: ( د کلي خلکو به ورته سپېره ویله او ماشومانو به ورته پېریانې ویله) که دا جمله داسې شي چې ( خلکو به ورته سپېره ویله او ماشومانو به ورته پېریانۍ ویله) نو ښه به راشي.

 

ډاکتر پرهر په ټوله کې لیکنه خوښه کړه زیاته يې کړه عابد لاځوان دی او دې لیکنې  ته په کتو ورته ډېرې هیلې شته دی.

 

استاد شېرحسن کمالزي هم د املايي او لیکنیو تېروتنو په سمونه ډېر تینګار کولو او غوښتنه يې وکړه، چې په بهیر کې  دې ځينې استادان او اد ادبیاتو فارعین په دې برخه کې تدریس ورکړي ترڅو ځوانان لیک نښې او او د پښتو ژبې پینځه یاګانې وپېژني. بهیروالو هم په دې برخه کې د کمالزي ملاتړله.

 

او د اتل په ګډون ځينوهغو کسانو چې په دې برخه کې پوهه درلودله ژمنه وکړه چې څو اونۍ به دوی بهیروالو ته په دې برخه کې ادبي درس ورکوي.

 

عبدالله سهار هم ټینګار کولو، چې په بهیر کې باید نوي ځوانان ډېر څه یاد کړي او ښوونیزه برخه يې نوره هم پیاوړې شي.

 

د کرکتنې په پای کې خپله د لیکنې لیکوال صاحب الله عابد دريځ ته وبلل شو. نوموړي د ټولو ملګرو مننه وکړه، چې سمې او رغنده مشورې يې ورته ورکړې زیاته يې کړه، چې په راتلونکې کې به د دې مشورو نه ګټه پورته کوي.

 

د دود سره سم د غونډې درېيمه برخه ازادې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه، چې دا اوونۍ په کې تر ډېره ترتمونو ته وخت ورکړل شوی و.

 

د مشاعرې په اوږدو کې د ختیځې سیمې یوشمېر نوموتو ترنم کونکو په ګډو او ځانته اوازونو کې ترنمونه وکړل چې ګدونوالو په چکچکو بدرګه کړل.

 

انجینر راحت ګل زیارمل د خپل شعر د ویلو پرمهال د خپل تحلص د (زیارمل) پرځای د ( سوکال) د بدلولو اعلان هم وکړ.

 

په مشاعره کې په یادو کسانو سربېره دغو ښاغلو خپل شعرونه وویل:

 

شکرالله قلندري، خیبر احمد روښان، نقیب احمد اتل، ډاکټر بشیر احمد روښان، اجمد بختیار ساحل، محمود خزان، قاري عبدالله سهار، یوسف ظریفي، شفیق الله نایل، احسان الله افکار، دیدار صافي، صاحب الله عابد، ایمل مړوند، اجمد جمال جمال، ضیاالدین همت مل، وفامحمد ناصري، بازمحمد عابد، انعام الحق احسان، اکمل ظاهر، الفت پاڅون، حضرت الله لمرین، بصیر احمد تلاش، نهضت شېرزاد، حصرت یوسف یوسفزی، استاد شېرحسن کمالزی، اکرام الله اکرام، فرهاد اختر، امین الله ملاخېل، علام اسحاق جبارخېل، فرید الله ملاتړ، او ذبیح الله حالص.

 

په پای کې د غونډې مشر عبدالله سهار د ناستې د ارزونې لپاره دریځ ته پورته شو.وې ویل ډېر خوښ دی چې نن په دومره ګڼ شمېر کې ملګري او نوي ځوانان په داسې یوه خوندوره ادبي ناسته کې ګوري هیله يې څرګنده کړه، چې د داډول ناستو په شتون کې به د ادب لمن تل سمسوره او تانده وې.سهار بیا هم په بهیر کې په ادبي درسونو او د ځوانانو د استعدانو د غوړولو لپاره پر کار کولو تینګار وکړ.

 

غونډه غرمه ناوخته پای ته ورسیدله.


 


November 25th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها